کابل /دليندې ٤مه /باختر
د سره صليب نړيوالې کمېټې په مزارشريف ښار کې د ابوعلي سينا بلخي له حوزوي او تدريسي روغتون سره د ٥٨ قلمو درملواوطبي لوازمو مرسته وکړه.
د بلخ دعامې روغتيا رييس مولوي شيخ مير صدام په داسې حال کې چې د روغتون د مسوولينو او ډاکترانود ٢٤ ساعته هلوځلو يادونه وکړه ډاډ يې ورکړچې د مزارشريف خلکوته صادقانه اوپه خپل وخت خدمتونه وړاندې کوي اود سره صليب د نړيوالې کمېټې د بشر دوستانه مرستو څخه يې مننه وکړه.
د بلخ دعامې روغتيا رييس په دغه ولايت کې د نړيوالومرستندويو سازمانونو د زياتوهمکاريو غوښتنه وکړه .
دغه راز د سره صليب د دفتر د روغتيا د برخې مسوول سيکو د دغومرستود سپارلوپه وخت کې وويل: موږ تل د افغانستان په تېره بيا د بلخ ولايت د خلکو ترڅڼګ ولاړيو اود بشري مرستو په تېره بيا د روغتيا په برخه کې خپلومرستوته دوام ورکوو.
ج-ا