کابل/ د غبرګولې ۱۰مه/ باختر
د ملي دفاع وزیر ستر جنرال اسدالله “خالد” نن مازیګر، د ۴۳۷ تنه افسرانو، بریدملانو او سرتیرو د کمانډو د تقویتي کورس د مسلکي او تاکتیکي پرمختللو تعلیماتو د پای ته رسولو په جشن کې ګډون وکړ او ویې ویل چې کمانډویان د دښمن د سترګو اغزي دي.
د ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملي دفاع وزیر کمانډویانو ته د فراغت مبارکي وویله او هغوی یې د هېواد د خپلواکې دفاع لوی مسوولیت ته متوجه کړل او زیاته یې کړه: تاسې له دښمن سره په مخامخ جګړه کې ثابته کړه چې د هېواد د هرې لویشتې خاورې ساتنه کوئ او د جګړې په ډګر کې ستاسې په حضور سره د دښمن ځان لړزیږي.
د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قومندان تورنجنرال هیبت الله علیزی ددغو کمانډویانو فراغت په اوسنیو شرایطو کې د ارزښت وړ وباله وې ویل: کمانډویان او ځانګړي قطعات په هېواد کې د سولې او ټیکاو لپاره جنګېږي او هر ډول قربانۍ ته آماده دي.
ددغه پروګرام په یوه برخه کې د ځانګړو عملیاتو قوماندان برید جنرال هیبت الله علیزي او د ۷۷۷ هوایي لوا قوماندان برید جنرال زیارمل پیلوټ ته د جمهوري ریاست د عالي مقام په منطورۍ د ملي دفاع وزیر ه لوري د تورنجنرالۍ رتبې ورکړې.
همداراز د ځانګړي عملیاتو قول اردو د ۲۱ قوماندانو د زحماتونوو او لاسته راوړنو په ویاړ دوی ته د “مېړانې” ځانګړي مډالونه تفویض شول.