کابل/ د وري ۲۶ / باختر
د بغلان په پلخمري ښارکې د یو ښونځي د زده کوونکوترمنځ جګړه کې۵ تنه زده کوونکي ټپیان شول.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدجاوېد بشارت باخترآژانس ته وویل چې د دغه ښونځي ۲ تنه زده کوونکي نن سهار له لفظي شخړې وروسته جګړه وکړه چې په پایله کې ۵ تنه د تومانچې په ډزو سره ټپیان شول.
هغه زیاته کړه چې پولیسو یو زده کوونکی د دغې پېښې په اړوند ونیوه.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ د دغې پېښې د ټپیانو روغتیايي حالت ښه بللی دی.
پای-ع