کابل/ د مرغومي٥مه / باختر
وسله والو طالبانو بدخشان کې په یوه صحرايي محکمه کې د يو ښوونځي ښوونکى په ډزو وواژه.
د را رسېدولو خبرونوله مخې؛ یرغلګرو تېرماښام دغه ښوونکى په زورله ځان سره بوته او د یمګان ولسوالۍ د لسګونو اوسېدونکو پر وړاندې هغه وواژه.
د بدخشان دامنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني باخترآژانس ته وویل؛ یرغلګرو دغه ښوونکى په دې دلیل چې په دولتي ښوونځي کې لوست ورکوي ، وواژه.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د شنګان کلي هغه ځای چي دغه ښوونکى پکې ووژل شو وسله وال طالبان پکې شتون لري.
پای\ ع