کابل باختر دليندي يوولسمه :
د نيمروز ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد ( ص) دميلاد په درناوۍ پرون دمشاعرې غونډه جوړه کړه .
دنيمروز ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس سيد حامد سادات دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې په دې غونډه کې د دولتي ادارو استازو ، شاعرانو ، ليکوالانو ، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون وکړ او شاعرانو دميلاد النبي په باره کې خپل شعرونه ولوستل ..
په دې غونډه کې دغه راز وينا والو داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد ٠ ص) دنيکو اخلاقو يادونه وکړه او دانحضرت ( ص) دلارښوونو پيروي يې په ټولو ټولنيزو ستونزو دبرياليتوب يواځنى لاره وبلله .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ