کابل باختر دزمري دمياشتې ١٤ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت خبرتيا !
د ځوانانو د چارو معينيت له زده کړوڅخه پاتې ځوانانو ته د تحصيلي فرصتونو د برابرولو په مقصد له څه د پاسه ٣٠ لوړو او نيمه لوړو زده کړو له موسسو سره د همکارۍ قرارداد لاسليک کړى دى. له دې امله مينه وال ځوانان کولاى شي له دوو عکسونو او د تابعيت تذکرې له کاپي سره لوړو زده کړو موسسو ته د معرفي کولو په خاطر د کابل ښار په پل باغ عمومي کې ابتدائيه محکمې ته څېرمه د ځوانانو د چارو معينيت ته ورشي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ