کابل باختر د ثور څلورمه :
دموټرو دتګ راتګ يوپل نن دفارياب ولايت دپشتون کوټ ولسوالۍ دکوز بلوڅ په سيمه کې پرانستل شو او ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
دباختراژانس دسميه ئيز خبريال دخبرله مخې، دفارياب ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس انجنير محمدعالم مرات وويل : دغه پل څلور ديرش متره اوږدوالي او پنځه متره سور لري چې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې څخه دشپاړلس اعشاريه اوو مليونو افغانيو په لګښت په نهو مياشتو کې جوړه او ګټې اخستنې ته وسپارله شوه .
ده زياته کړه له دغه پله څخه په لسګونو کورنۍ تګ راتګ کوي .