اسلام ا باد باخترد ثور دمياشتې ١٨ :
دپاکستان پخوانى صدراعظم او د راتلوونکي اوونۍ په انتخاباتوکې دملي اسامبلې د څوکۍ يوه کانديد نوازشريف نن وويل: په هغه صورت کې چې دپاکستان صدراعظم شي؛ پوځې مليشو ته به اجازه ورنه کړي چې د پاکستان له خاورې څخه په هند د بريد لپاره استفاده وکړي.
نوازشريف زياته کړه: دى هلې ځلې کوي چې له هند سره د خپل هيواد اړيکې ښې کړي .
ټاکل شوې ده د پاکستان د ملي اسامبلې او د ايالتي اسامبلو انتخابات د راتلوونکي شنبې په ورځ تر سره شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ