ټولنه

په پروان کې د ښځو د تفريحي پارک د دويمې برخې د جوړولو کار پيل شو

کابل باختر د تلې  نهمه :
د پروان ولايت په مرکزو چاريکارو ښارکې د ښځو د ځانګړي تفريحي پارک د دويمې  برخې  د جوړولو کار پرون پيل شو .
د دغه پارک د جوړولو د کار د پيل په مراسموکې د پروان والي وويل چې په دغه پارک کې ښځو او ماشومانو ته ورزشي ډګرونه، ژوبڼ، د لامبو وهلو ډنډ، جمنازيوم او د ښځو لپاره يو بازار په پام کې نيول شوي دي چې د دولت له تشويقي بودجې او د چاريکارو ښار له بودجې څخه د شپږو ميليونو افغانيو په لګښت جوړيږي.
له بله پلوه د پروان ولايت د ښځو چارو رييسې شاجان يزدان پرست وويل چې مخکې له دې په دغه ولايت کې ښځو ته د تفريح لپاره مناسب ځاى شتون نه درلود چې اوس د دغې پروژې په بشپړيدو سره به له دې پلوه د ښځو ستونزې لرې شي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته