خبرونهنړۍ

۳۲ زره شهیدان؛ ملګرو ملتونو په غزه کې د اوربند تازه وړاندیز کړی

نړۍ، د وري ۴مه، بهرنۍ رسنۍ 

غزه کې د صهیونست پوځ او فلسطیني جهادي ډلو ترمنځ د روانې جګړې شاوخوا پنځه نیمې میاشتې اوړي او دغې جګړه کې د فلسطیني شهیدانو شمېر پرون جمعه تر ۳۲ زرو اوښتی.

دغه راز د روان کړکېچ له امله څه باندې ۷۴ زره نور ټپیان شوي دي.

ورته وخت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لسو غړو هېوادونو یو پرېکړه لیک وړاندې کړی، چې له مخې به یې د روژې په روانه مبارکه میاشت کې اوربند ټینګ او د جګړې د دایمي پای لپاره به هڅې پیل کیږي.

دغه پرېکړه لیک څخه د عربي نړۍ هېوادونو او ځینو نورو هېوادونو هم ملاتړ کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته