خبرونهسیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

۲۰۰ ورځې جګړه؛ مات شوی اسرایل خپل غچ له ملکي فلسطینیانو اخلي

کابل، د غوايي ۵ مه، باختر

تبصره

غزه کې د فلسطیني جهادي ډلو او صهیونست رژیم ترمنځ د روانې جګړې ۲۰۰ ورځې په داسې مهال کې پوره شوې، چې دغه رژیم نه دی توانېدلی، خپلې ټاکلې موخې لکه د حماس غورځنګ له منځه وړل، د خپلو ټول زندانیانو راخوشې کول او د غزې امنیتي کنټرول ترلاسه کول په کې شامل دي، ترلاسه کړي.

که څه هم امریکا، انګلستان او ځینې نور هېوادونه د اسرایلو کلک پوځي او نور ملاتړ کوي، خو بیا هم د حماس غورځنګ او نورو فلسطیني جهادي ډلو پر وړاندې ناکام دي او د دې پر ځای چې حماس او ملګرو ډلو سره یې مبارزه وکړي، عام خلک په ځانګړي ډول ماشومان شهیدانوي، ټپي کوي او د خپلو مېنو پرېښودو ته یې اړباسي.

د وروستیو معلوماتو له مخې صهیونست پوځ په تېرو ۲۰۰ ورځو کې ۳۴ زره ۱۳۸ تنه فلسطینیان شهیدان او ۷۷ زره ۱۴۳ تنه ټپیان کړي، چې شهیدانو کې ۱۴ زره او ۵۰۰ یې ماشومان دي.

پورته ذکر شوې مرګ ژوبلې او غزه کې نورو زیانونو ته په کتو صهیونست پوځونو ښکاره بشري جنایت ترسره کړی او لا هم لګیا دي دغه چاره ترسره کوي.

نړۍ او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو سازمان باید د اسرایلو دغه بشري جنایت بابېزه و نه ګڼي او پر وړانډې یې باید جدي ګامونه واخلي.

دلته په ځانګړې توګه اسلامي نړۍ ته هم جدي مسوولیت ورترغاړې دی او وخت یې دی، چې د فلسطین له خلکو څخه د ملاتړ په قطارونو کې ودرېږي او له خپل شته قدرت څخه په استفادې باید د ملګرو ملتونو سازمان او نوره نړۍ  دېته مجبوره کړي، چې د صهیونست ظالم رژیم پر وړاندې اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته