خبرونهټولنه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک په معياري ډول بيا رغوي

کابل، د چنګاښ١٦مه، باختر
د کابل ښاروالۍ مالي او اداري معين حافظ مولوي سيد عصمت الله عاصم په مشرۍ د دغه بنسټ د رهبري تخنيکي غونډه جوړه او د کابل شهرنو پارک د رغونې په اړه خبرې وشوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې تصیم ونیول شو چې یاد پارک په معیاري ډول ورغول شي او د سمسورتيا د ودې او پراختيا، د پليو، لارو، کانتينونو، د ورزشي ډګرونو، د اوبو د تزيني فوارو د جوړولو او تفريحي وسايلو، معياري کټارو د درولو، د پارک د روښانولو او د ګلدانونو د جوړولو لپاره لازم اقدام وشي.
دغه راز د دغه پارک تخنيکي او فني څېړنې پخوا ترسره شوې دي او ډېر ژر به په يو ښکلي او مناسب تفريحي ځاى بدل شي.
د يادونې وړ ده چې د نوي ښار پارک ٩٢ زره ٣٤٨ متر مربع مساحت لري او کابل ښار له مهمو پارکونو څخه دى.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته