خبرونهاقتصادTOP

ډېر ژر به د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد پیل شي

کابل، د لېندۍ ۲۴مه، باختر
د هرات د اوسپنۍ پټلۍ ریاست مسوولین په نږدې راتلونکي کې د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارۍ د سوداګریزو توکو د انتقال د پیل خبر ورکوي.
د دغه ولایت د اوسپنې پټلۍ رئیس مفتي محمد نسیم محمدي وایي چې له ايران څخه د هرات تر روزنګ غوريان سټېشن پورې د هرات – خواف رېل پټلۍ د فعاليت لپاره چمتو ده او په دې لاره کې هېڅ تخنيکي ستونزه او خنډ نشته.
په ورته وخت کې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو او د دغه ولایت یو شمېر سوداګرو او پانګوالو د کورنیو پانګونو په برخه کې د اسلامي امارت له پاملرنې او ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ له بندر عباس څخه روزنګ سټېشن پورې د بار وړونکو موټرو د ټرانسپورټ د برابرولو غوښتنه وکړه.
ورته مهال مفتي محمد نسیم محمدي د لوېدیځ زون سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان د اوسپتې پټلۍ اداره ژمنه ده چې دوی ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته