خبرونهامنیت

پکتیکا کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي

کابل، د سلواغې ۳۰ مه، باختر

د پکتیکا امنیتي مسوولینو د یاد ولایت د بکخېل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.

د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر ملا جاوېد بدر باختراطلاعاتي آژانس ویلي چې د یاد ولایت د زرغون ښار او بکخېل ولسوالیو په مربوطاتو کې ګڼ شمېروسلې او مهمات چې پکې یوه امریکايي پیکا، یو امریکايي اګایز، یو راکټ، ۵ کلاشینکوفونه، یو کلکوف او یوه تومانچه شامله ده، ترلاسه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته