خبرونهامنیت

پکتیکا کې ډایاک ته ډول ډول مهمات سپارل شوي

کابل، د سلواغې ۲۲ مه، باختر

د پکتیکا امنیتي مسوولینو په یاد ولایت کې د ډایاک چارو معاونیت ته د ډول ډول وسلو او مهماتو د سپارلو خبرورکړی دی.

د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یادې قوماندانۍ اړوند د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت دغه مهمات د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت اړوند د ډایاک چارو معاونیت ته سپارلي چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې د مرکزښرنې اړوند  امنیتي حوزو او بېلا بېلو ولسوالیو څخه نیول شوي وو.

په یادو وسلو او مهماتو کې ۴ کلاشینکوفونه، ۸۲ میله پیکا، یوه M4 تومانچه، ۳ میزایل، ۴۲ توغندي، ۲۱ لاسي بمونه، ۶۸۶۵ د پیکا ګولۍ، ۳۱۰۰ د کلاشینکوف ګولۍ او نور مهمات شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې تردې وړاندې هم یاد مدیریت لسګونه میله وسلې ډایاک ته سپارلې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته