خبرونهورزش

پکتیکا کې د والیبال ژمنۍ سیالۍ د غیبي خېلو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د سلواغې ۲۸ مه، باختر

د پکتیکا د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولین وايي، چې د والیبال فدراسیون او مترګي کلي د ځوانانو له لوري په یحی خېلو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د غیبي خېلو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د مسوولینو په خبره دغه سیالۍ د غیبي خېلو او کرزي لوبډلو ترمنځ ۱۲ ورځې مخکې پیل شوې وې چې د غیبي خېلو لوبډلې د صفر پروړاندې په ۲ د غیبي خېلو لوبډلو په بریا پای ته ورسېدې.

د یادونې وړده، چې د یادو سیالیو موخه ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول و، چې په پای کې لوبډلو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته