خبرونهنړۍ

پوتین: امریکا هڅه کوي د مسکو د برید په اړه د خلکو عقاید بدل کړي

نړۍ، د وري ۷مه، بهرنۍ رسنۍ

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین تېر ماښام د مسکو د وروستي برید په اړه یوې غونډې ته ویلي، چې امریکا هڅه کوي د بېلابېلو چینلونو له لارې خپلو ملګرو او نورو هېوادونو ته قناعت ورکړي او داسې وښيي، چې ګواکې اوکراین د مسکو په برید کې لاس نه لري.

د نوموړي په خبره مسکو به دا معلومه کړي،چې برید چا او چرته طرحه کړی دی.

مخکې تر دې د امریکا تر اغېز لاندې ځینو رسنیو دغه برید کې ځینې هېوادونه په مستقیمه توګه ښکېل بللي و، خو د پوتین وروستیو څرګندونو څخه ښکاري، چې دغه برید د مسکو دښمنانو کړی دی.

یاد برید کې په لاس لرلو تورن څلور کسان پرون محاکمه شول او ویل کیږي ټولټال ۱۱ تنه نیول شوي او د نورو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته