خبرونهفرهنګټولنه

په کندهار کې د کتابونو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر

په کندهار کې د سنو فارما او روشن مخابراتي شرکت په همکارۍ د ” ښه کتاب، ښه ژوند” تر عنوان لاندې د مطالعې دودولو په موخه درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د یاد نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني وویل، کومو ټولنو چې پرمختګ کړی، د کتاب ارزښت یې پېژندلی او ټولنې هغه وخت پرمختګ کولای شي، چي د کتاب ارزښت وپېژني، ښه کتاب د ښه ژوند برابرولو سره مرسته کوي.

د سمنګاني په وینا، دغه نندارتون د ملي نندارتون له پاره پېلامه ده او هڅه کوو، تر څو په راتلونکي کي ملي نندارتون هم جوړ کړو.

ورته مهال د یاد ولایت مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک وویل، که چېرې کتاب زموږ د ټولنې یوه برخه شي، نو ټولنه به مو د فکري یرغل پر وړاندې هم کامیابه وي.

هغه د ټولني وګړي وهڅول، چي کتاب د ژوند یوه برخه وګرځوي، تر څو په دنیا او اخرت کي کامیاب سو.

د یادونې وړ ده چې په دغه نندارتون کې په مختلفو موضوعاتو لیکل شوي زرګونه جلده کتابونه او شاوخوا تر ۱۰۰۰ زیاتې بېلابیلي جايزې په پام کي نیول شوې، چې د کتاب پېریدونکو ته به ورکول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته