کابل / د غبرګولي ۱۰ مه / باختر
د کاپیسا ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ د نفرایټ د ډبرو کان د استخراج چارې پيل شوې.
د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال وايي: (( د خوښۍ ځای دی چې د اسلامي امارت له بریالیتوب وروسته د دې زمینه برابره شوې چې په بېلا بېلو برخو کې فعالیتونه او عملي کارونه پیل شي چې نن موږ د ۹ ملیاردو افغانیوپه ارزښت د دغه کان د استخراج د چارو د پيل شاهدان یوو.))
په همدې حال کې د کاپیسا والي د قراردادي شرکت له مسوولینو وغوښتل چې د قرارداد او تفاهم لیک پربنسټ خپل کارونه پیل کړي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه کان دېرش هکتاره مساحت لري، چې د پنځو کلونو لپاره یې د نهو ملیاردو افغانیوپه ارزښت قرارداد شوی دی.
د خبرځای د څرګندونو له مخې؛ د کاپیسا ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د شاه مقصود، تالک، بیروچ، نفرایټ او د مرمرو په ګډون د قیمتي ډبرو کانونه شتون لري چې د استخراج چارې به یې ډېر ژر پيل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه کان د کار په پیل سره سلګونو کارګرانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
ع