خبرونهاقتصادټولنه

په کابل کې ۷ فرعي سړکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل، د کب ۱۴مه، باختر
کابل ښاروالۍ وايي چې ښاریانو ته د ترانسپورټي او ټولنیزو آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د نهمې ناحیې د ۶ او ۱۶م ګذر په قلعه حبیب، یکه توت او امین آباد سیمو کې د ۷ فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
دغې ادارې ویلي چې په ۶م ګذر کې جوړ شوي سړکونه په ټولیزه توګه ۱۱۳۰ متره اوږدوالی او له ۴ څخه تر ۵ مترو پورې سور لري چې د جوړولو چارې یې د څلورو میاشتو په موده کې، د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.
یادې ادارې همداراز زیاته کړې چې په ۱۶م ګذر کې جوړ شوي سړکونه په ټولیزه توګه ۹۲۵ متره اوږدوالی او له ۴ څخه تر ۵ مترو پورې سور لري چې د جوړولو چارې یې د څلور نیمو میاشتو په موده کې د ۸.۷۶ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.
یاده دې وي چې له دې وړاندې هم کابل ښاروالۍ په ښار کې د ترانسپورټي او ټولنیزو آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه دې ته ورته لسګونه پروژې پلې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته