کابل / دسلواغې ۳۰ / باختر
د کابل د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره د مبارزې مسوولین وايي د ۴۸ مشکوکو کسانو دوسیې عدلي ارګانونوته لېږل شوې دي.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنايي تحقیقاتو ریاست د یوې خبرپانې په خپرولوسره ویلي دي، د ۴۸ مشکوکو کسانو نسبتي دوسیې چې په کابل ښار کې د بېلا بېلو جرمونو په تور د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو نیولي وو، د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي بنسټونوته ولېږدول شوې.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې یو زیات شمېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور د کابل امنیې قوماندانۍ نیولي دي.
ع -ج