خبرونهاقتصادټولنه

په پکتیکا د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند د رغولو چارې پیل شوې

کابل، د سلواغې ۴مه، باختر

د پکتیکا ولایت د ګومل فرعي سیندیزې حوزې ریاست له لوري د  یوسف خېل ولسوالۍ اړوند د خیربین په سیمه کې د اوبو د یوه کوچني بند د رغولو چارې پیل شوې.

د ګومل فرعي سندیزې حوزې رئیس قاري فتح محمد ذاکر وویل، د یوسف خیل ولسوالۍ اړوند د خیربین په سیمه کې د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو یو کوچنی بند د جوړولو چارې پیل شوې دي.

قاري ذاکر وویل، اړوند قراردادي شرکت به د ټاکل شوي هوکړه لیک او ټولو اصول مطابق خپل کارونه مخکې وړي او چارې به یې د ټاکلي وخت سره سم بشپړیږي.

د یادونې ده، چې د ګومل فرعي سندیزي حوزې ریاست تر چتر لاندې په پکتیکا کې د ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو ذخیره کولو کوچني بندونه جوړېږي، چې د ځینو د جوړولو چارې عملآ روانې دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته