کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر
د دنمارک د کډوالو ټولنې موسسې، د پنجشیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو آمریت په همکارۍ نن پر یو شمېر بې وزلو کورنیو نغدې پیسې ووېشلې.
د پنجشیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو آمر مولوي محمد عزیزمحمدي وویل چې دغه نغدي مرستې د دنمارک مهاجرینو د ټولنې موسسې له لوري د پنجشیر د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو آمریت په همغږۍ پر بې وزلو کورنیو ووېشل شوې.
د پنجشیر د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو آمر وویل چې دغه کورنۍ مخکې سروې شوې وې چې پرهرې کورنۍ ۲۸۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
ع