خبرونهټولنه

په پنجشېر کې د ښځې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

 بازارک /دکب۱۴/ باختر

په پنجشېر کې نن د ښځې نړیواله ورځ ونمانځل شوه .

د باختر آژانس د خبر له مخې، د دغې ورځې په ویاړ غونډه کې د پنجشېر د والي مرستیال محمد امین صدیقي وویل: ښځې د ټولنې نیمایي برخه ده او د دوی رول د ټولنې په پرمختګ او سمسورتیا کې اغېزمنه ده .

په دې غونډه کې د پنجشېر د ښځو د چارو رییسې خاطرې شېخاني خبرې وکړې او ويې ویل چې په پنجشېر کې د تاوتریخوالي کچه دهېواد د نورو ولایتونو په پرتله کمه ده او هیله یې څرګنده کړه چې په دغه ولایت کې د ښځو پر خلاف د تاوتریخوالي پېښې صفر ته ورسېږي .

په دې غونډه کې وینا والو د ښځې د نړیوالې ورځې په اړوند خبرې وکړې او دغه ورځ یې دهېواد ټولو ښځو ته مبارکي وویله .

په پای کې د دغه ولایت د ښځو د هنري انځورګرۍ او لاسی صنایع نندارتون  جوړ شوی و ، نندارې ته وړاندې شو .

پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته