
کابل، د چنګاښ ۱۸ مه، باختر
په پروان کې د څارویو د بیو د لوړوالي له امله پېرودونکي شکایت لري.
د پروان يو شمېر مالدارانو د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال خلک د کافي اقتصاد د نشتوالي له امله د څارويو پېرودنې ته زړه نه ښه کوي.
دوه پلورونکي عبدالمالک او جان اغا وايي، چې سږ کال ډېر څاروي شته، خو پېرودونکي يې کم دي.
دوی د اختر په ورځو کې د څارويو د پېرلو لپاره د خلکو د نه شتوالي اصلي لامل بې وزلي او د اقتصاد کمښت بولي.
په همدې حال کې د پروان يو شمېر ښاريان چې د سيدخېلو او جبل السراج په بازار کې د قربانۍ څارويو د پېرلو لپاره راغلي وايي چې په بازار کې ډېر غوايي، پسونه او وزې شته، خو قیمتونه یې د تېر کال په پرتله لوړې شوي دي.
ع