خبرونهورزش

په هملند کې د کرکټ ټېپ بال رمضان جام سیالۍ پیل شوې

کابل، د وري ۹مه، باختر
د هلمند ولایت د ګرشک په توفان ورزشي لوبغالي کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ په ګروپي شکل د کرکټ ټېپ بال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ګرشک اتلانو او د ګرشک ستورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د دغې لوبې پچه ګرشک ستورو لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه چې په ټاکلو ۸ اورونو کې یې ۸۶ منډو هدف کېښود، چې په ځواب کې یې ګرشک اتلانو لوبډلې د یوه لوبغاړي په سوځېدو ټاکلی هدف پوره کړ او په ۹ وېکټو یې لوبه وګټله.
د دغو سیالیو موخه ځوانانو ته د سالم مصروفیت برابرول ښودل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته