کابل ، د غبرګولی ۲۴ مه ، باختر
د هلمند – کندهار پر لویې لارې او د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې په ترافیکي پیښو کې څلور تنه ټپيان شوي دي.
چارواکي وايي، چې ټپيان د کندهار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. په ورته وخت کې روغتیا پالانو د دوو ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
وايي چې د دوو ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی
صدیقي