خبرونهاقتصادټولنه

په هرات کې د تیلو او ګازو بیه لوړه شوې ده

کابل / د چنګاښ ۱۶ / باختر

په هرات کې د تیلواو ګازو بیه مخ په لوړېدو ده.

د هرات اوسېدونکي د تیلواو ګازو د بیو پر لوړېدو اندېښمن دي او له حکومت څخه غواړي چې نرخونه کنترول کړي، خو د هرات د تیلواو ګازو ریاست د تیلواو ګازو د بیې د لوړېدو دلیل د نا امنیو زیاتوالی بولي.

د هرات د تیلو او ګازو د ادارې رییس مرتضی زیوري باخترآژانس ته وویل چې  په نړیوالو بازارونو کې د افغانیو پر وړاندې د بهرنیواسعارو او په هرات کې د نا امنیو د کچې، د ګازو او تیلو د لوړېدو دلیل وباله.

له بلې خوا د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، له دولتي ادارو څخه یوه کمېټه موظفه شوې ده چې د تیلواو ګازو په پلورنځیوکې د لوړ پلورنې مخه ونیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته