امنیت

شپږ تنه ماين ايښودونکي ووژل شول

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٧
شپږ تنه ماين ايښودونکي طالبان تيره شپه دفارياب ولايت په قيصارولسوالۍ کۍ ووژل شول
دفارياب ولايت امنيه قوماندان نبي جان ملاخيل باخترآژانس ته وويل  :  دغه طالبان دهغه ماين د چاودنې له ا مله  ووژل شول چې غوښتل يې دقيصار او غورماچ  د ولسواليو ترمنځ په  مواصلاتي لاره کې ځاى پرځاى کړي په دې پيښه کې  درې تنه نور طالبان هم ټپيان شوي دي .
ده وويل  دوژل شويو طالبانو مړي دپوليسو له خوا دفارياب ولايت مرکز ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته