کابل، د مرغومې ۱۸مه، باختر
د نیمروز امنیتي مسوولین په دغه ولایت کې د یوې اوونۍ په لړ کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د ۲۳ کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د امنيې قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير مولوي عطاءالله مصطفي باختر آژانس ته وویل، چې د يوې اوونې په ترڅ کې د یاد مدیریت د منسوبینو له لوري د بېلابېلو جرمونو په تور ۲۳ تنه نيول شوي دي.
مصطفی زياته کړه چې د يادو کسانو دوسيې له لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.