خبرونهامنیت

په نيمروز کې ۳۹ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د چنګاښ ۱۷مه / باختر

د دوو مشهورو قومندانانو په ګډون ٢٨وسله وال طالبان پرون په نيمروز کې ووژل شول.

د نيمروز د امنيې قومندانۍ وياند ولي احمد صريح باختر آژانس ته وويل چې د کومانډو ځواکونو په عملياتو کې چې د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ د نيمروز د دلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول؛ ٢٨وسله وال طالبان ووژل شول.

په وژل شويو کې د طالبانو دوه مهم قومندانان انصاري او سيف الحسين هم شامل دي.

هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ٨ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوی ٧ موټر، ٨ موټرسايکلونه، یوه دهشکه، دوه پيکا او ١١ کلاشينکوفونه له منځه يوړل شول.

پای/ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته