کابل، د لېندۍ ۲۸مه، باختر
د نورستان د علماوو شورا د ریاست مسوولینو د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر درې د درېيو کليو دوستو، پراک او ثمرداري کليو ترمنځ د ځنګل پر سر رامنځته شوې ۴۱ کلنې شخړې د حل خبرداری ورکوي.
د یاد ولایت د علماوو شورا رئيس شيخ محمد نور په دواړو لورو غږ وکړ چې فيصله په پوره احترام سره ومني دواړو لوريو ته يې ډاډ ورکړ چې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې دغه فيصله شوې.
په ورته وخت کې د نورګرام ولسوال قاري حبيب الله صابر وويل چې په دغه شخړه کې لس تنه مړه او پنځه نور زخميان شوي وو، چې فيصله يې د يوې سترې غونډې په ترڅ کې اعلان شوه.
صابر وویل چې د يادې مسلې د حل لپاره د جرګو غړو درې مياشتې زيار وګاله او نن يې د ابلاغ ورځ وه د جرګو له ټولو غړو څخه يې د مننې ترڅنګ د يادوکليو ولسونو ته مبارکي وويله او له هغوی يې مننه وکړه چې په اخلاص سره يې فيصلې ته غاړه کېښوده.
د یادونې وړ ده، چې له دې نه مخکې هم اسلامې امارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ورته شخړې حل کړې دي.