خبرونهاقتصاد

په نورستان کې د ۳ ميليونو افغانيو په لګښت د يوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې

کابل، د مرغومې ۲۲مه، باختر
د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د سرپرست له لوري د نورستان ولايت کنتيوا ولسوالۍ کې د اوبو کانال جوړېدو بنسټ ډبره کيښوده.
ياد کانال چې بوديجه يې د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت له لوري ورکول کېږي، د ۳ ميلیونه افغانيو په لګښت به د دوه نيمو مياشتو په موده کې بشپړ شي.
د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست مولوي محمد يونس اخندزاده د ياد کانال جوړېدو د پيل په مراسمو کې وويل چې په ټول نورستان په ځانګړي ډول کنتيوا ولسوالۍ کې به په نږدې راتلونکي کې ګڼې نورې پروژې هم پيل کړي او نورستان يې په کاري لومړيتوبونو کې دی.
په همدې حال کې مولوي امان الله چې په دغو مراسمو کې يې د نورستان د خلکو په استازیتوب خبرې کولې وويل چې نورستان په ډېرو برخو کې کار ته اړتیا لري څو په تېر کې ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته