کابل/ د وري١٤ مه / باختر
د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې په تېرو ۲ ورځو کې د دوو قومونو ترمنځ نښته پیل شوې وه چې د پولیسو په همکارۍ پای ته ورسېده.
دغه نښته د جمعې په ورځ د کروندو د اوبو وېش پر سر پیل شوې وه او پرون ناوخته د امنیتي ځواکونو له رسېدو وروسته پای ته ورسېده.
د ننګرهار د پوليسو يوې سرچينې باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې ۲ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، امنيتي ځواکونو یادې پېښې په اړه ځينې کسان نیولي دي.
\ ذ