خبرونهورزش

په ننګرهار کې د رمضان جام په نوم د والیبال شپنۍ سیالۍ پیل شوې

کابل، د وري لومړۍ نېټه، باختر

په ننګرهار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د والیبال شپنۍ سیالۍ پيل شوې دي.

په ننګرهار کې  د بدني روزنې او سپورټ ریاست له لوري د غزې د مظلومو مسلمانانو د ملاتړ په موخه د لومړي ځل لپاره د جلال آباد ښار او ولسوالیو د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام شپنۍ سیالۍ پیل شوې دي.

دغه سیالۍ د یاد ریاست په انګړ کې د دره نور اوسپین غر ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې د دره نور لوبډلې ۲-۱ په مقابل کې د سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادونې وړده، چې په راتلوونکې شپه کې به د شګې او شینوارو ولسوالۍ د لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته