کابل/ د وري٩ مه / باختر
د بلخ، جوزجان، سمنګانو، فاریاب او سرپل ولایتونو د ښځو د لاسي صنایعو دوه ورځنی نندارتون د ” يو. ان. ډي. پي” په مالي مرسته په مزارشریف ښار کې جوړ شو.
متشبثه شريفه وايي چې په وروستيو کلونو کې يې د لاسي صنايعو يوه فابريکه جوړه کړې او اته ښځې پکې کار کوي.
په همدې حال کې د ” يو. ان. ډي. پي” عمومي منشي اخیم ستینر هم د کورنیو تولیداتو په ځانګړي ډول د لاسي صنایعو په برخه کې د افغان مېرمنو هڅې ستايي او زیاتوي چې دغه اداره هڅه کوي چې د اقتصادي او پراختیايي پروګرامونو له لارې خلکو ته پر ځان بسیاېینې لپاره زمینه برابره کړي.
ستینر په ولایتونو کې د متشبثو ښځو د پیاوړتیا او ملاتړ په هدف د هېواد په شمال کې د یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت د یو تړون د لاسلیکولو اعلام هم وکړ.
\ ذ