خبرونهټولنه

په فراه کې د یوه جومات د رغونې چارې پیل شوې 

کابل، د کب ۶ مه، باختر

د فراه ولایت ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د اقصی جومات په ډیزاین د یوه جومات د جوړولو چارې پيل شوې دي.

د فراه والي مولوي غوث الدین رهبر د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د یاد جومات نقشه او ډیزاین د مسلمانانو لومړنۍ قبلې ( بیت المقدس) ته ورته دی چې د باران رحمت خیریه بنسټ له لوري د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې د ۲۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت به ولري.

په ورته وخت کې د فراه ښاروال مولوي محمد ولي ادريس وویل چې یاد جومات فراه ښار ته څېرمه د هوايي ډګر په څلور لارې کې په شاوخوا سیمه کې د جومات د نه شتون او د ولسي وګړو ستونزو ته په کتو سره د باران رحمت خیریه بنسټ په همکارۍ رغول کېږي.

له بلې خوا د باران رحمت خيريه بنسټ مؤسس او ملي سوداګر عبدالحمید «شريفي» بيا ياد جومات د فلسطين له مظلوم ولس څخه ملاتړ وباله او زياته يې کړه، چې په دې سره به د فلسطيني وګړو ياد تل ژوندی وي.

نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې د باران رحمت خيريه بنسټ له کلونو راهیسې په بېلابېلو برخو کې د فراهي وګړو تر څنګ ولاړ دی او خپلو همکاريو ته به لا هم دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته