خبرونهاقتصادټولنهTOP

په غور کې مواصلاتي لارې تړل شوې دي

کابل، د کب ۱۰ مه، باختر

د غور د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د تېرې شپې واورې د اورښت له امله ځینې مواصلاتي لارې تړل شوې دي.

د غور د ټولګټو چارو رييس مولوي عبدالکريم ابو شعيب د باختر آژانس خبريال ته ویلي چې تېره شپه د واورې اورښت له امله په دغه ولایت کې ډېری مواصلاتي لارې د ترافيکو پرمخ تړلې شوې دي.

د غور د ټولګټو چارو رییس د یاد ولایت له ټولو اوسېدونکو وغوښتل چې تر راتلونکې خبرتیا پورې دې پریادو لارو تګ راتګ نه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته