خبرونهاقتصادټولنه

په سمنګان کې ۲ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د کب ۷ مه، باختر

د سمنګان په ۳۰ بستریز انتاني روغتون کې  ۴۰۰ کیلو ولټ برېښنا او د څښاک اوبو د یوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د سمنګان د عامې روغتیا رییس ملا محب الله بهاري باختر آژآنس ته ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د یاد ولایت په ۳۰ بستریز روغتون کې ۴۰۰ کیلو ولټ برېښنا او د څښاک اوبو د یوې شبکې چارې د ۵۶ زره امریکايي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

په ورته وخت کې د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي سعد الله صمیم د یادو پروژو د پرانیستلو په مراسمو کې خبرې وکړې او ویې ویل:« اوبه او برېښنا د دغه روغتون له مهمو اړتیاوو څخه دي چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره یې یوه اندازه ستونزې حل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته