خبرونهټولنه

په سمنګانو کې نږدې ۱۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د وري ۱۳مه، باختر

د سمنګانو ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د څښاک اوبو د ۴ شبکو د بیا رغولو خبر ورکړی دی.

دغه شبکې په خرم او سارباغ او فیروز نخچیر ولسوالیو کې و د (ایکو) دفتر په مالي مرسته د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۴ شبکو د بیا رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو شبکو کې د اوبو دوه زېرمې جوړول، د ۲۲۵۰ مترو په اوږدوالي پایپ غځول او د اوبو ۲۱ نل لیکو نښلول شامل دي.

یاده دې وي چې د دغو شبکو په بشپړېدو سره د نوموړو ولسوالیو ۱۱۶۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته