خبرونهورزش

په سمنګانو کې د والیبال سیالۍ د بلند قامتان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د سلواغې ۱۷ مه، باختر

د سمنګانو د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بلند قامتان لوبډلې په بریا پای ته رسېدلې دي.

د یاد ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ د بلند قامتانو د والیبال لوبډلې روزنکي انجنیرامان الله احدي د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې دغه سیالۍ د سمنګانو د والیبال فدراسیون له لوري د ۸ لوبډلو ترمنځ یوه میاشتې مخکې د یادې ولسوالۍ په لوبغاړي کې ترسره شوې وې، چې د ۳،۱۴ توپیر سره د بلندقامتانو لوبډلې لومړی او د عقابان لوبډلې دویم مقام خپل کړی دی.

نوموړي د یادو سیالیو د ترسره کولو موخه د والیبال ورزش ته د ځوانانو هڅول او د والیبال وده بللې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته