کابل / د کب ۴مه /باختر
په سمنکانو کې د خوړونړیوال سازمان او د سویډن کمیټې په مرسته د دوو بنسټیزو پروژو د جوړولو چارې نن پيل شوې.
د سمنګانو د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس مولوي اخترمحمد مصباح د باخترآژانس خبریال ته وویل: په دغو پروژو کې له تلخ کلي څخه د چارتاق ترکلي پورې د درېیو کیلومترو په اوږدوالي د سړک جوړول او کریړاچول او په کوزه دره صوف کې د ۳ ژورو څاګانو کېندل او د اوبو د ۲ زېرمو جوړول شامل دي.
هغه وویل چې یادې پروژې د سویډن کمیټې او د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د څه د پاسه ۴۱میلیونه افغانیو په لګښت رغول کېږي.
هغه زیاته کړه چې په دغو پروژو کې ۴۰۰ تنو ته د کار زمینه برابرېږي.
د سمنګانو د کوزې درې صوف ولسوال مولوي فضل الله ثاقب وویل چې د دغو دوو بنسټیزو پروژو په جوړېدو سره د کوزې درې صوف ولسوالۍ څه د پاسه ۲۰ کلیو ستونزې به حل شي.
ج-ا