امنیت

په ننګرهارکې د انسان تښتوونکو دريم بانډ هم وځپل شو

 جلال آباد باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٩ :
په ننګرهار ولايت کې د انسان تښتونې يو بانډ له منځه يوړل شو.
دا په ننګرهار ولايت کې د انسان تښتوونکو دريم بانډ دى چې د وروستيو دوو اوونيو په بهيرکې ځپل کيږي.
د ملي امنيت منسوبينو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د انسان تښتوونکو د دغه بانډ پنځه کليدي غړي د ننګرهار ولايت  له ځينو سيمو څخه ونيول. .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: دغه بانډ په ننګرهار ولايت کې د انسان تښتونې په لسګونو پيښوکې رول درلود.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې دغه بانډ له زياتې مودې را په دې خوا د امنيتي مامورينو تر تعقيب لاندې و.
ده د انسان تښتوونکو په دغه بانډ په جلال آباد ښار او ولسواليوکې د انسان تښتونې په لسګونو پيښوکې په لاس لرلو تور ورلګاوه .
نيول شويوکسانو په لومړينوتحقيقاتوکې په ننګرهار ولايت کې د انسان تښتونې د لسګونو پيښو په سازمان ورکولو اعتراف کړى دى. .
دوى ويلي دي چې بډاى کسان او يا د هغو ماشومان يې تښتول او د پيسو په بدل کې يې هغوى بېرته خوشې کول. د څه ناڅه دوو اوونيو په بهيرکې دا په ننګرهارکې د انسان تښتوونکو دريم بانډ دى چې له منځه وړل کيږي.
د ننګرهار د ملي امنيت منسوبين وايي چې د انسان تښتوونکو دغه درې بانډونه ډيرخطرناک عملونه ترسره کړي دي، آن په ځينو مواردوکې يې د تښتول شويوکسانو د بدن غړو په غوڅولو اود هغو په وژلو اقدام کړى دى.
په همدې حال کې د ننګرهارخلک د هغه څه له امله چې په دغه ختيځ ولايت کې  د انسان تښتونې د مواردو زياتوالى دى، سخته انديښنه لري .
له بله پلوه د ننګرهار امنيتي مقامات وايي چې د دغو دريو بانډونو په ځپلو سره  به په ننګرهار ولايت کې د انسان تښتونې پيښې زيات کمښت ومومي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته