خبرونهورزش

په خوست کې د رمضان جام په نوم د فوټبال شپنۍ سیالۍ پیل شوې

کابل، د وری لومړۍ نېټه، باختر

په خوست کې د رمضان جام په نوم د فوټبال شپنۍ سیالۍ د ۴۰ لوبډلو تر منځ پيل شوې دي.

د ياد ولایت د فوټبال فدراسیون مشر ریبار هڅاند د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته ویلي چې په ياد ولایت کې د رمضان جام شپنۍ سيالۍ د ۴۰ لوبډلو ترمنځ پيل شوي او لومړۍ لوبه د لټک شاهین او بریال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې لټک شاهین مقابلې لوبډلې ته د ۵-۱ ګولو په وهلو سره بریا خپله کړه.

هڅاند د یادو سیالیو موخه د لوبغاړو ترمنځ یووالی او د تمرین زمینې برابرول ښودلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته