کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر
د ملګرو ملتونو سازمان د ټولنې صندوق په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان په جنوب کې د خوست او پکتیکا په ولایتونو کې له زلزلې وروسته د ۱۹۲۹ امیدوارو میرمنو په ګډون څه نا څه ۲۰ زره میرمنې چې امید وارۍ په وخت کې دي، طبي مرستو ته اړتیا لري.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغې ادارې وياند زعیم عبدالرحمن وويل: “د دغې ادارې ګرځنده روغتيايي ټيمونه دغو ولايتونو ته د خدماتو او مشورې ورکولو لپاره استول شوي دي.
ځینې ښځینه روغتیایی کارکونکې هم په دې ټیم کې شاملې دي.
په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله څه د پاسه ۱۰۰۰ تنه وژل شوي او څه نا څه ۱۵۰۰ کسان ټپیان شوي، چې په دغو قربانیانو کې یو شمېر ماشومان هم شامل دي.
ع