کابل / د غويي ١٠مه / باختر
پنځه کليوالي اوسېدونکي په جوزجان کې د يرغلګرو په ډزو کې ووژل شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ يرغلګرو پرون ناوخته پر دغو ملکيانو د قوش تيپې ولسوالۍ په جرقدوق کلي کې ډزې وکړې.
د پېښې يو عيني شاهد باختر آژانس ته وويل چې يرغلګرو خپلې څېرې په دستمال سره پټې کړې وې او د دغو ملکيانو له وژلو وروسته وتښتېدل.
په قربانيانو کې يو پلار او زوى هم شامل دي.
د جوزجان يوې امنيتي سرچینې له باختر آژانس سره په اړيکه کې دغه پېښه تاييد کړه.
تراوسه د دغو وژنو مسووليت هېچا نه دى منلى.
ختم- ج-ا