– کابل/ د کب ٢٦ مه / باختر
د جوزجان امنيتي چارواکي وايي چې د امنيتي کمربندونو په جوړولو او پياوړي کولو سره د شبرغان او جوزجان ولسواليو په مربوطاتو کې د زورواکۍ، ناامنيو، وسله والو غلاوو او انسان تښتونو مخه نيولې ده.
د باختر آژانس د خبرله مخې، په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت په ياد ولايت کې جوړه شوې وه د جوزجان سیمه ییزو چارواکو د امنیت د تامینولو ترڅنګ د خدمتونو پر وخت وړاندې کول، انډوليز انکشاف، د کاري فرصتونو برابرول، د شهیدانو او اړمنو کورنيو سره مرسته په خپلو کاري لومړیتوبونو کي لري .
د جوزجان والي داملا شعیب رسالت وویل: د اسلامي امارت ځواکونو په څو وروستیو میاشتو کې د امنیتي کمربندونو په ټینګولو، د وسلو، مهماتو په کشف او د مجرمینو په نیولو سره د وسله والو غلاوو او انسان تښتونو مخه نیولې ده.
رسالت زياته کړه، د خلکو د اړتياو له تامينولو، د پرمختيايي پروژو په پلي کولو او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو وروسته دغه بهير ښه په توګه پرمخ روان دى.
په دې کتنه کې د جوزجان د دولتي ادارو رييسانو او مسوولينو په خپل وار سره د کارونو د ترسره کولو، د پرمختيايي پروژو د پلي کولو او په عادلانه ډول د بشري مرستو د وېش په خاطر خپل نظرونه وړاندې کړل.
\ ذ