خبرونهټولنه

په تېره اوونۍ کې شاوخوا ۸۰۰ هېوادوال په وړیا ډول خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي

کابل، د کب ۲۵مه، باختر
د تېرې اوونۍ په بهير کې شاوخوا ۸۰۰ راستانه شوي هېوادوال، په وړیا ډول خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دغه وزارت په مشرۍ، د ټرانسپورټ کمېټې له لوري د تېرې اوونۍ په بهير کې له تورخم او سپین بولدک څخه ۷۹۱ راستانه شوي هېوادوال په وړیا ډول کندهار، هرات، لغمان، کابل او نورو ولايتونو ته لېږدول شوي دي.
هېره دې نه وي چې ‏د یادې کمېټې لخوا تر اوسه پورې، ۱۰۷ زره ۲۹ راستانه شوي هېوادوال له تورخم او سپین بولدک څخه بېلابېلو ولایتونو ته په وړیا او خوندي ډول لېږدول شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته