کابل/ د کب مياشتې ١/ باختر:
د سلګونو ديني عالمانو او د ديني مدرسو د زده کوونکو د تحصيلي سويې د تثبيت آزموينه پرون په بلخ کې واخيستل شوه.
د بلخ د پوهنې رييس مولوي عبدالجليل شهيد خليل د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه آزموينه د بلخ د مرکز او ولسواليو د زرو تنو ديني عالمانو او د مدرسو له زده کوونکو اخيستل کېږي.
د بلخ د پوهنې رياست مسوولينو وويل: دغه آزموينه د ليسانس او ١٤پاس په سويه اخيستل کېږي.
د يادونې وړ ده چې دغه آزموينه به درې ورځې دوام وکړي.
د يو بل خبر له مخې؛ په کندز کې د سلګونو ديني عالمانو د تحصيلي سويې د تثبيتولو آزموينه پرون واخيستل شوه.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې؛ دغه آزموينه د کندز د مرکز او ولسواليو له درې سوه ديني عالمانوڅخه واخيستل شوه.
د کندز د پوهنې رييس مولوي محمد اسماعيل ابواحمد د آزموينې د اخيستو هدف د ديني عالمانو د تحصيلي سويې تثبيتول یاد کړ.
د يادونې وړ ده چې دغه آزموينه د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو معينيت په لارښوونه د کندز يو شمېر استادان اخلي چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
\ ذ