خبرونهامنیتTOP

په بلخ کې د پرونۍ پېښې طراح نیول شوی دی

کابل / د غوايي ۲ مه / باختر

د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو په بلخ کې د پرونۍ پېښې طراح او انسان تښتوونکی نیولی دی.

ځايي چارواکي وايي چې د پرونۍ پېښې طراح عبدالحمید سنګریار، د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.

د سنګریار په نوم فعال کس څو ځله د اسلامي امارت ځواکونو له عملیاتو په تېښته بریالی شوی و.

په بلخ کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ورانکارو کسانو ته د پټې او تېښتې ځای نشته. په خبره یې، ورانکاري خلک چې په هره سیمه کې سرپورته کړي، وبه ځپل شي او له منځه به یوړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ د مزار شریف ښار په یوه جومات کې په پرونۍ چاودنه کې ګڼ شمېر افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته